د اوبو او انرژي وزارت مسئولینو د ویستن انشاط شرکت له رئیس سره په کتنه کې د بخش آباد بند د چارو پر چټکتیا باندې ټینګار کړی.

0
144

د اوبو او انرژي وزارت مسئولینو د ویستن انشاط شرکت له رئیس سره په کتنه کې د بخش آباد بند د چارو پر چټکتیا باندې ټینګار کړی.

27 جون سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور، د یاد وزارت د اوبو معین مجیب الرحمن عمر او د یاد وزارت د رهبري مقام سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د ویستن انشاط شرکت له رئیس جمشید شاهي سره په کتنه کې د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو د کار د جریان په هکله خبرې وکړې.

 

په یاده کتنه کې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست او د یاد وزارت د اوبو معین د نوموړې پروژې د چارو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ.

اړوند موضوعات

د اوبو او انرژي وزارت او د ۷۷ ترکي شرکت تخنیکي ټیمونو د سروبي د برېښنا بند له ساحو څخه لیدنه ترسره کړی.

 

په ورته مهال، د ویستن انشاط شرکت رئیس د نوموړې پروژې د کار جریان ښه وباله او ډاډ یې ورکړ چې د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو د پروژې چارې به ګړندۍ کړي.

Leave a reply