د اوبو او انرژي وزارت او د ۷۷ ترکي شرکت تخنیکي ټیمونو د سروبي د برېښنا بند له ساحو څخه لیدنه ترسره کړی.

0
142

د اوبو او انرژي وزارت او د ۷۷ ترکي شرکت تخنیکي ټیمونو د سروبي د برېښنا بند له ساحو څخه لیدنه ترسره کړی.

6 جون سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د انرژي معینیت او د ۷۷ ترکي ودانیز شرکت تخنیکي ټیمونو د لومړي او دویم سروبي د برېښنا بند له ساحو څخه د مخکیني هوکړه لیک پر بنسټ چې ددې وزارت او د یاد شرکت ترمنځ لاسلیک شوی وو، لیدنه وکړه.

 

د یادو ساحو څخه د لیدنې پرمهال، د اوبو او انرژي وزارت د انرژي برنامو رئیس انجنیر فرهاد محمودي او ورسره مل د انرژي معینیت تخنیکي ټیم، د ۷۷ ترکي شرکت استازی ښاغلی بوراک اونسال او ورسره مل تخنیکي ټیم، د یادې پروژې د چارو د پیل په موخه خپلې ارزونې ترسره کړې.

اړوند موضوعات

اوبو او انرژۍ وزارت مسؤلینو د عوفي بهرام شرکت سره د ډبرو سکرو څخه د ۷۲ میګاواټه بریښنا د تولید د عملي چارو په اړه خبرې کړي.

 

 

د هغه هوکړه لیک پر بنسټ چې د اوبو او انرژي وزارت او د ترکیې هېواد د ۷۷ ودانیز شرکت ترمنځ لاسلیک شوی وو، یاد شرکت خپلې څېړنې بشپړې او د اوبو او انرژي وزارت ته یې سپارلي دي چې د تخنیکي او اقتصادي څېړنو د وروستي کولو لپاره یې کار جریان لري.

Leave a reply