ستره محکمه وایي: د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس د لوی اختر په مناسبت له ۲۰۰۰ زیات بندیان ازاد شول.
ستره محکمه وایي: د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس د لوی اختر په مناسبت له ۲۰۰۰ زیات بندیان ازاد شول.
27 جون سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس د لوی اختر په مناسبت له ۲۰۰۰ زیات بندیان ازاد شول.
دغه بندیان چې د اسلامي امارت د مشرتابه شیخ هبة الله اخندزاده د حکم پر اساس د هېواد له بېلا بېلو زندانونو خلاص شوي؛ د بښنې وړ ګڼل شوي.
د سترې محکمې له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې: د اسلامي امارت د مشرتابه د هدایت پر اساس ۲۱۷۸ تنه هغه زندانیان چې د عفوې مستحق وو؛ خوشې شول او ۴۸۹ نور بندیان چې د تخفیف وړ وو، د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د سترې محکمې د عالي شورا له لوري د بې سرنوشته او بښنې وړ بندیانو د معلولو لپاره بېلابېل پلاوی هم جوړ شوي وو، چې د ټول هېواد په زندانونو وګرځېدل.
په ورته وخت کې ازادو شویو زندانیانو د اسلامي امارت له مشرتابه مننه کړې او په خپلې ازادۍ یې خوښي څرګنده کړې.دوی ژمنه کړې چې راتلونکي کې به داسې کړنې نه کوي چې یو ځل بیا د زندان وړ وګرځي.
اړوند موضوعات
د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس د اختر په مناسبت د ننګرهار عمومي محبس څخه ۹۵ بندیان آزاد شوي.
باید وویل شي چې له دې وړاندې هم په اخترونو، روژې میاشت او نورو مبارکو ورځو شپو کې د اسلامي امارت د مشرتابه پر حکم له زندانونو څخه ګڼ شمېر بندیان ازاد شوي وو.