د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس د اختر په مناسبت د ننګرهار عمومي محبس څخه ۹۵ بندیان آزاد شوي.

د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس د اختر په مناسبت د ننګرهار عمومي محبس څخه ۹۵ بندیان آزاد شوي.
19 اپریل چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت د عمومي محبس څخه د مشرتابه د فرمان له مخې د کوچني اختر رارسېدو په مناسبت ۹۵ تنه بنديان خوشې او خپلو کورونو ته ستانه شول.
د ننګرهار عمومي محبس مسوول مولوي محمد مقتدا وويل: چې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم په اساس د کوچني اختر رارسېدو په مناسبت له دې محبس څخه د ۳ ښځينه وو او ۶ ماشومانو په ګډون ۹۵ تنه، چې جرمونه يې واړه وو د شفقت او مهربانۍ له مخې خوشې او خپلو کورونو ته ستانه شول.
خبر زیاتوي چې د محبس مسوول خوشې شويو بنديانو ته په خپلو خبرو کې لارښوونه وکړه، چې له دې وروسته بايد په ټولنه کې لکه د نېکو خلکو په شان ژوند وکړئ، هېڅ وخت داسې کړنې مه ترسره کوئ، چې جرم وګڼل شي او يا هم د خلکو او نظام پرخلاف عمل وي.
اړوند موضوعات
د ننګرهار مرستيال والي د یاد ولایت ګڼ شمېر مراجعينو ستونزې او وړنديزونه د حل په موخه اورېدلي.
د يادونې وړ ده، چې د بنديانو د خوشې کولو په کمېسيون کې د ولايت استازی مولوي محمد طاهر جلالي، د استيناف محکمې او نورو اړوند ادارو استازي شامل دي.






