د ننګرهار مرستيال والي د یاد ولایت ګڼ شمېر مراجعينو ستونزې او وړنديزونه د حل په موخه اورېدلي.

0
193

د ننګرهار مرستيال والي د یاد ولایت ګڼ شمېر مراجعينو ستونزې او وړنديزونه د حل په موخه اورېدلي.

12 اپریل 2023 چهارشنبه

د افغانستان اسلامي امارت د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت مرستیال والي مولوي محمد رباني ناصح د خپل کار په دفتر کې د کامې ولسوال مولوي اجمل په ګډون د ګڼ شمېر مسئولینو، مجاهدينو او ولسي خلکو ستونزې او غوښتنې واورېدې او په حل کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

د ولايت مرستيال دغه راز د يو شمېر ولسي وګړو عريضې اړونده ادارو ته راجع او ورته يې د قانون له مخې د اجراتو سپارښتنې وکړې.

اړوند موضوعات

د ننګرهار مرستیال والي د ننګرهار ولایت ولسي وګړو او قومي مشرانو سره ولیدل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.

 

یاده دې وي چې تیره ورځ هم د یاد ولایت مرستیال مولوي رباني د ځینو ولسوالیو له ولسوالانو او شمیر مسؤلینو سره لیدلي وه او د هغوی ته یې د ولس د خدمت مهمې سپارښتنې کړې وی.

Leave a reply