د ننګرهار مرستیال والي د ننګرهار ولایت ولسي وګړو او قومي مشرانو سره ولیدل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.

0
237

د ننګرهار مرستیال والي د ننګرهار ولایت ولسي وګړو او قومي مشرانو سره ولیدل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.

29 مارچ چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت ‏د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت مرستيال والي مولوي محمد رباني ناصح د خپل کار په دفتر کې د ګڼ شمېر ولسي وګړو ستونزې او وړانديزونه په جلا جلا ډول واورېدل او په حل کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

خبرپاڼه زیاتوي چې نوموړي د يو شمېر مراجعينو ستونزې د تيليفون پر کرښه او د ګڼ شمېر نورو عريضې يې په کتبي ډول اړونده ادارو ته د قانوني اجراتو او همکارۍ په موخه راجع کړې.

اړوند موضوعات

د ننګرهار مرستیال والي د مومندرې ولسوالۍ مخورو د دوی د ستونزو د اوریدو په موخه وکتل.

 

 

د ولایت مرستيال دغه راز يو شمېر مسئولينو او مجاهدينو سره هم وليدل، د دوی ستونزې او وړانديزونه يې واورېدل او د همکارۍ ډاډ يې ورکړ.

Leave a reply