افغاني سرې میاشتې ټولنې زابل ولایت کې یو کلینک جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلی.

0
110

افغاني سرې میاشتې ټولنې زابل ولایت کې یو کلینک جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلی.

26 جون دوشنبه 2023

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ په خاکي سیمه کې د افغاني سرې میاشتې له لوري د ۵۶۴۳۸۶۵ افغانیو په لکښت فرعي کلینیک جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي.

 

په زابل ولایت کې د افغاني سرې میاشتې د رییس ملا عبدالمنان فاروق په لاس ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

 

د یادې سیمې اوسیدونکو روغتیایي مرکزونو ته لازم لاسرسی نه درلود، خو له دې وروسته به د افغاني سرې میاشتې دې نوي جوړ شوي روغتون ته خپل ناروغان ور ولي او وړیا درملنه به یې کېږي.

 

افغاني سره میاشت دا مهال په زابل ولایت کې پر یاد فرعي کلینیک سربېره ٣ نور فرعي کلینیکونه او ٣ ګرځند روغتیایي ټیمونه لري، چې پاتې فرعي کلینیکونه یو په میزانه ولسوالۍ کې، بل په خاک افغان ولسوالۍ کې او بل په مرکز قلات کې شتون لري.

اړوند موضوعات

افغاني سرې میاشتې ټولنې هرات کې ۱۵۰۰ کورنیو سره د ملک سلمان خیریه بنسټ په همکارۍ د خوراکي توکو مرسته کړی.

 

همدا ډول په یادو ٣ روغتیایي ټیمونو کې یو په نوبهار ولسوالۍ، یو په میزانه ولسوالۍ او یو په خاک افغان ولسوالۍ کې فعالیت کوي.

Leave a reply