افغاني سرې میاشتې ټولنې هرات کې ۱۵۰۰ کورنیو سره د ملک سلمان خیریه بنسټ په همکارۍ د خوراکي توکو مرسته کړی.

افغاني سرې میاشتې ټولنې هرات کې ۱۵۰۰ کورنیو سره د ملک سلمان خیریه بنسټ په همکارۍ د خوراکي توکو مرسته کړی.
21 جون چهارشنبه 2023
د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن د ذی الحجې پر ۳مه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو ته د ۹۳ ټنه خوراکي توکو د ویش بهیر پیل شو.
خبر زیاتوي چې د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري یاده چمتو شوې مرسته کې هرې کورنۍ ته ۶۲ کیلو خوراکي توکي ورکول کېږي، چې په کې اوړه، وریژې، غوړي، لوبیا، بوره او خرما شامل دي.
اړوند موضوعات
یاده دې وي چې دوه میاشتې وړاندې د ملک سلمان خیریه بنسټ د افغاني سرې میاشتې سره نیږدې ۸۰ زره کورنیو سره د مرستو توافق لاسلیک کړی و، چې لا هم دا مرستې جریان لري.






