د کلیو پراختیا وزارت زابل او ننګرهار ولایتونو کې نیږدې ۱۸۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
د کلیو پراختیا وزارت زابل او ننګرهار ولایتونو کې نیږدې ۱۸۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
24 جون شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت زابل او ننګرهار ولایتي ریاستونو په همغږۍ، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته نیږدې ۱۸۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره شوی.
خبر زیاتوي چې د WFP په مالي مرسته او (FGA) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې (۸۲۲) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته (۵۰) کیلو اوړه، (۴،۵۵) کیلو غوړي، (۶،۲۵) کیلو دال، (۲) پاکټه سوپر سریال او (۳۳) پاکټه د ماشومانو لپاره د خوارځواکۍ توکي وویشل شول.
اړوند موضوعات
کلیو پراختیا وزارت بغلان او کابل ولایتونو کې نیږدې ۶۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرستې ترسره کړي.
همدا راز د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او نظارت لاندې، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) مؤسسې په مالي ملاتړ او د (HRDA) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د زابل ولایت په شینکي ولسوالۍ کې (۹۰۰) اړمنو کورنیو سره د نقدي پیسو مرسته ترسره شوه. په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته (۷۶۵۰) افغانۍ نقدې پیسې وویشل شوې.