کلیو پراختیا وزارت بغلان او کابل ولایتونو کې نیږدې ۶۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرستې ترسره کړي.

کلیو پراختیا وزارت بغلان او کابل ولایتونو کې نیږدې ۶۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرستې ترسره کړي.
23 جون جمعه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت بغلان او کابل ولایتي ریاستونو له لورې نیږدې ۶۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرستې ترسره کړي.
خبر زیاتوي چې د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د (ASIO) مؤسسې په همکارۍ د بغلان ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې ( 1330) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته (۵۰) کیلو اوړه، (۵) لیټره غوړي، (۶) کیلو دال او (۳۰) پاکټه پلمپي وویشل شول.
همدا راز د نړیوال خوراکې توکو پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د (FCDO) مؤسسې په همکارۍ د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې (۵۲۴۴) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
اړوند موضوعات
کلیو پراختیا وزارت ننګرهار ولایت کې د اوبو رسولو لسګونه پروژې ترمیم او ګټې اخیستنې ته سپارلي.
په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته یوه بوجۍ (۵۰) کیلويي اوړه، یو بوتل (۵) لیټره غوړي، (۶.۲۵) کیلو لوبیا او (۳۰) پاکټه د ماشومانو د خوارځواکۍ توکي وویشل شول.






