امنیتي ځواکونو ۵۸ تنه د غلا، وژنو، قاچاق او نورو جرمونو په تړاو د هیواد په ۱۰ ولایتونو کې نیولي.

امنیتي ځواکونو ۵۸ تنه د غلا، وژنو، قاچاق او نورو جرمونو په تړاو د هیواد په ۱۰ ولایتونو کې نیولي.
24 جون شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۵۸ تنه د غلا، وژنې، تښتونې، د غیرقانوني سلاح لیږد او اخلاقي فساد په تړاو د هیواد په ۱۰ ولایتونو کې نیولي.
له دې ډلې، ۷ تنه د غلا، یو تن د فریب کارۍ، او ۴ تنه د اخلاقي فساد په تړاو په تخار کې، ۱۲ تنه د غلا، وژنې او نورو جرمونو په تړاو په کنړ کې، ۹ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو په ننګرهار کې، ۷ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو په هرات کې نیولي دي
اړوند موضوعات
همدا راز ۴ حرفه یي غله په بلخ کې، یو تن قتل ته د اقدام او ۳ تنه د غلا په تړاو په کابل کې، دوه تنه د تښتونې په تړاو په سرپل کې او دوه تنه غله د غزني او فراه په ولایتونو کې نیول شوي.





