جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۲۱ تنه د غلا، وژنو او نورو جرمونو په تړاو پلازمینه او نورو ولایتونو کې نیولي.

0
208

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۲۱ تنه د غلا، وژنو او نورو جرمونو په تړاو پلازمینه او نورو ولایتونو کې نیولي.

24 جون شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو، د تیرو ۲۴ ګړیو په لړ کې، ۲۱ تنه د غلا، وژنې، تښتونې، قاچاق، غیرې قانوني وسلې لیږد او اخلاقي فساد په تړاو په تخار، کابل، سمنگان، غزنی، کندهار، فراه، ارزگان او سرپل ولایتونو کې نیولي.

 

له دې ډلې، ۴ تنه د اخلاقي فساد او یو بل تن د غیرقانوني اسلحې د لیږد په تړاو په تخار کې، ۳ تنه د غلا یو تښتونکی او یو بل تن د ۲۵۰ دانو پسونو د قاچاق په تړاو په کندهار کې، ۳ غله په کابل کې، دوه تنه د اخلاقي فساد او یو بل تن د یو بل غل په غزني کې، دوه غله په سمنګانو کې، دوه وژونکي په فراه او سرپل کې او یو بل تن یې د اخلاقي فساد په تړاو په ارزګان ولایت کې نیولي.

اړوند موضوعات

امنیتي پولیسو ۳۳ تنه د غلا، وژنو، اخلاقي فساد او نورو جنایي جرمونو په تړاو بیلابیلو ولایتونو کې نیولي.

 

په همدې حال کې یوه عراده غلا کړل شوی موټر چې ۴ کاله وړاندې د کندز په ولایت کې غلا شوی وو د سرپل ولایت څخه را پیدا او خپل اصلي څیښتن ته وسپارل شو.

Leave a reply