امنیتي پولیسو ۳۳ تنه د غلا، وژنو، اخلاقي فساد او نورو جنایي جرمونو په تړاو بیلابیلو ولایتونو کې نیولي.

امنیتي پولیسو ۳۳ تنه د غلا، وژنو، اخلاقي فساد او نورو جنایي جرمونو په تړاو بیلابیلو ولایتونو کې نیولي.
21 جون چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۳۳ کسان د غلا، ځورونو، قمار، اخلاقي بې لاریو او نورو جنایي جرمونو په تړاو په تخار. بلخ، کندهار، هرات، کابل او سمنګان ولایت کې نیولي دي.
خبر زیاتوي چې له ډلې یې، تخار کې دوه د موټرو غله او ۱۱ تنه د ځورونو په تړاو، ۹ تنه د قمار په تړاو په بلخ، درې غله او دوه تنه له نشه یي توکو د کاراخیستو په تړاو په کندهار، یو د مبایلونو غل او درې تنه د اخلاقي فساد په تړاو په هرات، یو کس د وسله والو غلاوو په تړاو له ۴ میله وسلې سره په کابل او یو تن د وسلو په ځور د خلکو د ځورونو په تړاو په سمنګان ولایت کې نیول شوی دی.
اړوند موضوعات
امنیتي پولیسو ۳۱ تنه د غلا، وژنو، نشه یي توکو قاچاق او نورو جرمونو په تړاو نیولي.
په ورته وخت کې، تروریزم سره د مبارزې پولیسو غزني او میدان وردګو ولایتونو کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات ترلاسه او ضبط کړي دي.






