جرمني له افغانستانه د پناه غوښتونکو د منلو بهیر بیا پیلوي
جرمني له افغانستانه د پناه غوښتونکو د منلو بهیر بیا پیلوي
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې د افغان کډوالو د منلو پروګرام به په راتلونکو اونیو کې په تدریجي ډول پراخ شي او په میاشت کې به زر تنه ومنل شي.
د هغه په وينا، په پاکستان او ايران کې د مېشتو پناه غوښتونکو د دوسيو حل ته لومړيتوب ورکول کېږي او له دې وروسته به له افغانستان څخه د دغو کسانو د لېږد لړۍ پيل شي.
(2023 / 6 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
جرمني رسنیو خبر ورکړی، چې د جرمني حکومت راتلونکې اونۍ د افغان کډوالو د منلو او لېږد بهیر بیا پیلوي. د دویچه ویله د راپور له مخې، د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په برلین کې د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې په افغانستان کې د آلمان پخوانیو محلي کارکوونکو او هغو کسانو ته چې په خطر کې دي د ویزو ورکولو بهیر به د جون په ۲۶ نیټه بیا پیل شي.
دا پروګرام د احتمالي سرغړونو د مخنیوي په خاطر د روان کال د مارچ په پای کې په موقتي توګه ودرول شو. د دویچه ویله په وینا، په راتلونکي کې به د جرمني د ویزې له غوښتونکو سره امنیتي مرکې وشي چې د درغلیو او ناوړه استفادې مخه ونیول شي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې د افغان کډوالو د منلو پروګرام به په راتلونکو اونیو کې په تدریجي ډول پراخ شي او په میاشت کې به زر تنه ومنل شي.
اړوند موضوعات:
د هغه په وينا، په پاکستان او ايران کې د مېشتو پناه غوښتونکو د دوسيو حل ته لومړيتوب ورکول کېږي او له دې وروسته به له افغانستان څخه د دغو کسانو د لېږد لړۍ پيل شي.