کاناډا له پاکستانه ۳۱۱ افغان کډوال انتقال کړل

0
220

کاناډا له پاکستانه ۳۱۱ افغان کډوال انتقال کړل

د کاناډا د مهاجرت وزیر شان فریزر د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر ۱۹مه) وویل چې په هیلیفیکس کې د دغو پناه غوښتونکو هرکلی کوي. تېره اوونۍ ۳۲۶ افغان کډوال له تاجکستان څخه دغه هېواد ته ولېږدول شول. د کاناډا لومړي وزیر ژمنه کړې چې د افغان پناه غوښتونکو شمېر به ۴۰ زرو ته لوړ کړي.

 

(2022 / 10/ 20    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

کاناډا له پاکستانه ۳۱۱ افغان کډوال انتقال کړل. د کاناډا د مهاجرت وزیر وايي چې له پاکستان څخه په یوه ځانګړې الوتکه کې ۳۱۱ افغان اتباع کاناډا ته انتقال شوي دي.

د کاناډا د مهاجرت وزیر شان فریزر د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر ۱۹مه) وویل چې په هیلیفیکس کې د دغو پناه غوښتونکو هرکلی کوي. تېره اوونۍ ۳۲۶ افغان کډوال له تاجکستان څخه دغه هېواد ته ولېږدول شول. د کاناډا لومړي وزیر ژمنه کړې چې د افغان پناه غوښتونکو شمېر به ۴۰ زرو ته لوړ کړي.

کاناډا دغه افغان اتباع داسې محال انتقالولي چې وړمه ورځ د جرمني هېواد اعلان وکړ چې هره میاشت به زر خطر سره مخ افغانان له افغانستان څخه باسي او المان ته به یېدانتقالوي.

اړوند موضوعات:

کاناډا وايي چې د ۴۰ زره افغانانو لېږد ته ژمن دي

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ کمیسیون بیا د جرمني پدغې پریکړه نیوکه کړې وه او ویلي یې ؤ چې دغه پروسه باید یوازې په افغانستان کې دننه افغانانو لپاره نشي ځانګړي، ځکه په وینا یې لا هم زرګونه افغانان د کډوالۍ کمپونو کې د بشري ویزو په تمه شپې سبا کوي او په وینا یې دغه پروسه کې هغوی ته هم باید ونډه ورکړل شي.

 

Leave a reply