کاناډا وايي چې د ۴۰ زره افغانانو لېږد ته ژمن دي

کاناډا وايي چې د ۴۰ زره افغانانو لېږد ته ژمن دي
وایي، که سیاسي ملحوظات نهوی، ډېر وخت وړاندې به یې ۴۰ زره افغانان راانتقال کړي وی، خو افغانستان کې یوه ننګونه دا ده کاناډا یوازې هغه ۴۰ زره کسانو ته په خپل هېواد کې ځای ورکوي، چې یا یې خپله یا یې د کورنۍ غړي د کاناډا له عسکرو سره کار کړی وي.
(2022 / 4 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کاناډا د کډوالو وزیر شان فریزر وايي، چې هېواد یې د ۴۰ زره افغانانو د لېږد په برخه کې په خپلو ژمنو ولاړ دی.
نوموړي یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې تر اوسه شاوخوا ۱۰ زره افغان کډوال کاناډا ته رسېدلي او په خبره یې دا لړۍ لا هم په جدیت روانه ده.
نوموړي زیاته کړې، چې روانه اوونۍ هم له تاجکستان څخه شااوخوا ۳۰۰ افغانان کاناډا ته ولېږدول شول.
ښاغلي فریزر کاناډا ته د افغانانو د انتقال په وړاندې د ځینو خنډونو یادونه وکړه چې پهکې د پاسپورټونو نشتوالی، پاکستان ته د هغوی سفر یې لویې بېلګې دي.