د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو د ټاکل شوي خپلواک ارزونکي سره کتلي او پر مهم موضوعاتو یې خبرې اترې کړي.

0
133

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو د ټاکل شوي خپلواک ارزونکي سره کتلي او پر مهم موضوعاتو یې خبرې اترې کړي.

جون 23 جمعه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزير مولوي امير خان متقي سره د م.م. له خوا ټاکل شوي خپلواک ارزوونکي ښاغلي فریدون هادي سينيرلي اوغلو وکتل.

 

په ناسته کې د بهرنيو چارو وزير ښاغلي فريدون او ټيم ته يې د ښه راغلاست ترڅنګ وويل چې د تير کلونه کي ستونزه داوه چې بهرني راپور ورکونکو زموږ د هيواد حساسيتونه نه شوای درک کولای خو اوس ستاسو اوږدې کاري تجربې ته په کتو امید شته چي وتوانيږئ زموږ لاسته راوړنې او زموږ د ولس د غوښتنو منعکس کولو سره افغان حکومت او نړيواله ټولنه سره نږدې کړئ.

ښاغلي فريدون وويل چې لیږ وخت کيږي ده ته د م.م. له خوا د خپلواک ارزونکي دنده سپارل شوې چې په دې موده کې د مختلفو غړو هيوادونو سره خبرې اترې کړې او دا سي احساسوي چې نړيواله ټولنه ليواله ده چي له اسلامي امارت سره ښکيلتيا کې ښه والی راولي ځکه چي جنګ ختم شوی، سوله او ثبات رامنځته شوی فساد له منځه تللی او مهم پرمختګونه شوي، بلخصوص د امنیت په برخه کي. همدارنګه افغانستان د ستراتيژيک موقعيت په لرلو سره د سمييزو لویو پروژو پلي کولو کې مهم رول لوبولای شي نو په همدې وجه په افغانستان کې ثبات ارزښت لري او هيڅوک هم نور دلته جنګ نه غواړي. البته ددې سره سره نړيواله ټولنه ځينې انديښنې لري چې هغه بايد تاسو له پامه ونه غورځوئ.

 

 

مولوي متقي لاسته راوړنو ته په اشاره وويل چې موږ دلته پخوانۍ وژنې او ظلمونه په امن او ثبات بدل کړي، د ښځو اسلامي حقوق مو تأمين کړي، د پروژو تطبيق ته مو زمینه برابره کړې او د امنيت او مواد مخدر برخو کې ټولې ‏لاسته راوړنې مو بې له کومې بهرنۍ مرستې ترسره کړي، خو بلمقابل افغانانو له بهرنیانو څخه يواځې ډله اييزه سزا، بنديزونه، فرمایشونه او غندنې ليدلې، حال داچي نړيوالي ټولني ته په کار دي چې په دې برخو کې خپل مسووليتونه ترسره کړي.

اړوند موضوعات

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د بهرنیو چارو وزیر سره کتلي او دواړو لوړیو پر روان وضعیت خبرې اترې کړي.

 

 

په پای کې ټینکار وشو چې د موضوعاتو د حل په اړه بايد خبرو اترو ته دوام ورکړل شي او د افغانستان په هکله خپرېدونکو راپورونو کې دې واقعيتونه منعکس شي.

Leave a reply