د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د بهرنیو چارو وزیر سره کتلي او دواړو لوړیو پر روان وضعیت خبرې اترې کړي.

0
131

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د بهرنیو چارو وزیر سره کتلي او دواړو لوړیو پر روان وضعیت خبرې اترې کړي.

1 جون پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تیره ورځ د ملګرو ملتونو د سرمُنشي ځانګړې استازې، آغلې روزا اتونباييفا، د جوزا په لسمه نيټه د بهرنيو چارو له وزير، مولوي امير خان متقي، سره وکتل.

 

په دې کتنې کې دواړو لورو د افغانستان او نړيوالې ټولنې تر مينځ تعامل او د افغانستان او سيمې پر روان وضعيت، او د راتلونکې له پاره د ښکيلتيا پر لارنقشې خبرې وکړې.

 

مولوي امير خان متقي په خپلو خبرو کې وويل چې په هيواد کې د امنيت او ثبات تر راتګ وروسته اوس د دې وخت را رسيدلی چې د تيوريکي بحثونو پر ځای پر عملي ګامونو غور وکړو چې د ملت کړاو کم شي.

 

آغلې روزا اتونباييفا وويل چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو لومړيتوب بشري وضعيت ته رسيدنه او دې ته کار کول دي چې افغانستان ته د بشري مرستو تر څنګ پرمختيايي مرستې هم راوړي.

اړوند موضوعات

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر کابل کې د پاکستان له سرپرست سفیر سره کتلي او افغان کډوالو ته پر اسانتیاوو خبرې اترې شوي

 

د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي له نړيوالې ټولنې سره د تعامل له پاره چمتووالی وښود او له مرستندويه ادارو سره يې د ا.ا.ا. له خوا د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

Leave a reply