کابل والي پغمان ولسوالۍ کې د “المدینة المنوره” مدرسې حافظانو د دستار فضیلت غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
کابل والي پغمان ولسوالۍ کې د “المدینة المنوره” مدرسې حافظانو د دستار فضیلت غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
جون 23 جمعه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کابل ولایت رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي شیخ محمد قاسم خالد د ستار فضلیت په دې غونډه کې فارغ شویو فاضلانو ته د دوی د دستار فضیلیت مبارکي ورکړه او خپلو راتلونکو مسولیتونو ته یې زیر کړل.
شیخ محمد خالد دوی ته په خطاب کې وویل؛ تاسي اوس فارغ شوی، تاسو ته اوس یو مسولیت در له غاړې شو، هڅه به مو دا وي چې قران کریم په صحیح معنا نورو ته ورسوئ او حفاظت یې وکړئ.
کابل والي دغه راز زیاته کړه؛
اوس ستاسو د خدمت مرحله پیل شوه، ځانونه په حرکت او احتزاز کې راولئ ، هوډ مو کلک او خپلې سپېڅلې موخې لا پراخې کړئ، په ټولنه کې د معنوي امراضو درملنه وکړئ.
اړوند موضوعات
کابل والي شیخ قاسم وایي اسلامي امارت ښوونځیو او دیني مدرسو ته ځانګړې پاملرنه کوي.
کابل والي د یادې مدرسې څخه د فارغ شویو حافضانو په فراغت خوښي وښوده او د اسلام د ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم د وارثانو په توګه یې ترې غوښتنه وکړه، چې د اسلامي نظام پیاوړتیا او د هېوادوالو دیني چارو پوره کېدو کې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې وکړي.