کابل والي شیخ قاسم وایي اسلامي امارت ښوونځیو او دیني مدرسو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

کابل والي شیخ قاسم وایي اسلامي امارت ښوونځیو او دیني مدرسو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

جون 21 چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کابل ولایت مقام د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي شیخ محمد قاسم خالد په ساینس مرکز کې د اسلامي ښوونې او روزنې مضمون د سیالۍ غوره زده کوونکو ته د ډالیو د وېش په غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

 

کابل والي د یادې غونډه ګډونوالو ته په خبرو کې وویل؛ الله تعالی افغانان له څو لسیزو وروسته په یو ستر نعمت ونازول او د بې ساریو قربانیو، کړاونو، تکلیفونو ګاللو وروسته هېواد کې یو سپېڅلی اسلامي نظام حاکم او افغانستان کې سراسري امن رامنځته شو.

 

شیخ محمد قاسم خالد د وینا په لړ کې زیاته کړه؛ اوس د دې وخت رارسېدلی چې د هېواد سوکالي او پرمختګ ته کار وکړو او دغه پرمختګ د علم او پوهې په حاصلولو سره کېدلی شي.

 

ښاغلي خالد وویل؛ د افغانستان اسلامي امارت ښوونځيو او دیني مدرسو ته ډیره پاملرنه کوي او په دي هڅه کې دی چې علمي مرکزونه نور هم زیات کړي.

اړوند موضوعات

کابل والي د پغمان ولسوالۍ له انوارالعلوم مدرسې څخه لیدنه ترسره او له ستونزې یې د حل په موخه واورېدې.

 

کابل والي همدا راز عصري علوم هم د شرعي علوم  وبلل، ځکه چې دواړه له قرانکریم څخه اخیستل شوي دي او زده کوونکي دې قرانکریم په داسې ډول زده کړي، چې لفظي او معنیوي اعجاز یې نړیوالو ته بیان کړای شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载

wps下载

有道翻译下载