کابل والي د پغمان ولسوالۍ له انوارالعلوم مدرسې څخه لیدنه ترسره او له ستونزې یې د حل په موخه واورېدې.

0
209

کابل والي د پغمان ولسوالۍ له انوارالعلوم مدرسې څخه لیدنه ترسره او له ستونزې یې د حل په موخه واورېدې.

20 جون چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کابل ولایت رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي شیخ محمد قاسم خالد تېره ورځ  د پغمان ولسوالۍ انوارالعلوم مدرسې څخه لیدنه او د یادې مدرسې د استادانو او زده کوونکو ستونزې  واوریدې او حل په برخه کې یې پوره ډاډ ورکړ.

 

کابل والي په خپلو خبرو کې وویل؛ د یادې مدرسې زده کوونکي باید په معیاري ډول ورزل شي او د دوی په زده کړو کې له کمیت څخه باید کیفیت ته ډیره پاملرنه وشي.

 

ښاغلي خالد د دې دارلعلوم له استادانو غوښتنه وکړه چې خپل زده کوونکي په غوره علمي کچه وروزي، څو د ټولنې واقیعي خدمتګارن واوسي.

 

کابل والي دغه راز د یووالي په ساتنه کې د علماوو رول مهم وباله او له دوی څخه یې وغوښنل، چې ملت سره یو موټی کړي او د هېواد بچیان په ملي روحیه وروزي.

اړوند موضوعات

د کابل والي د یاد ولایت د علماوو شورا له رییس او استازو سره لیدلي او خبرې اترې یې کړي.

 

 

شیخ محمد قاسم خالد دغه راز وویل؛ د دیني مدرسو او ښوونځیو ملاتړ او اکمالات د اسلامي امارت مسولیت دی او په هره برخه کې به ورته کار کوي، موږ هڅه کوو، چې د علمي مرکزونو پښتنه وکړو او داستادانو او زده کوونکو ستونزې له نږدې څخه واورو او د حل په برخه کې کار ورته وکړو.

Leave a reply