د کورنیو چارو وزیر د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي سره کتلي او خبرې اترې یې کړي.
د کورنیو چارو وزیر د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي سره کتلي او خبرې اترې یې کړي.
23 جون جمعه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک مفتش فریدون سینیرلي سره وکتل.
په پیل کې ښاغلي فریدون سینیرلي وویل: نړيواله ټولنه افغانستان سره ښې اړيکې غواړي. له تېرو څلوېښتو کلونو وروسته امنيت ټينګ شوى، فساد او نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې پرمختګ شوى دى. د مخدره توکو د قاچاق پر وړاندې او د ترهګرۍ په مقابل کې د مبارزې په برخه کې باید د افغانستان او نړۍ تر منځ همغږي رامنځته شي.
هغه زیاته کړه: افغانستان یو له هغو لومړنیو هېوادونو څخه و چې د ملګرو ملتونو له جوړېدو وروسته یې غړیتوب ترلاسه کړ او د افغانستان څوکۍ د ملګرو ملتونو له لومړنیو څوکیو څخه ده.
فریدون سینیرلي بشري حقونه د ټولو بنیادمانو بنیادي حقونه وبلل او ویې ویل چې په دې اړه دې د ملګرو ملتونو اندېښنو ته پاملرنه وشي
خلیفه سراج الدین حقانپ میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د هغو راتګ یې نیک اقدام وباله. د نړۍ سره د تعامل په اړه وویل: افغانستان سره د نړۍ پر تعامل د تېر شل کلن اشغال سیوری پروت دی او په یوه ډول د هغې زمانې د سیاست دوام دی چې مونږ یې ګټمن نه بولو.
د مخدره موادو په اړه یې وویل: اسلامي امارت د نشه يي توکو په له منځه وړلو کې پوره هڅه کړې او خپل مسؤلیت یې ادا کړی؛ نړیواله ټولنه هم باید د بدیل معیشت په برخه کې خپل مسؤلیت ادا کړي.
نوموړي د هېواد امنیتي وضعیت د ډاډ وړ وباله او د دښمنانو هڅې یې ناکامې وبللې: داعش جګړه مار په افغانستان کې علناً وجود نلري، ښايي پټ محدود فکري ملاتړي ولري چې د اندېښنې وړ نه دی. خو د دې پدیدې ډېر یادول او غټ ښودل هغو ته تبلیغ کول دي چې باید ډډه ترې وشي.
اړوند موضوعات
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د جوزجان ولایت د دښتې لیلې سیمې څخه لیدنه ترسره کړی.
فریدون سینیرلي وویل: ستاسې له مجلسه مې ډېر معلومات تر لاسه کړل چې په خپل راپور کې به یې ځای کړم. همدا راز نوموړي ښوونځي او پوهنتون ته د نجونو د تګ هیله مندي وښوده.
په پای کې ښاغلي سینیرلي د تښتول شوي ترکي انجنیر د چټک راخلاصون له امله مننه وکړه.