افغاني سرې میاشتې ټولنې فراه او لغمان ولایتونو کې نیږدې ۸۵۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
![](https://pashto.baaghitv.com/wp-content/uploads/2023/06/20230622_204158-905x450.jpg)
افغاني سرې میاشتې ټولنې فراه او لغمان ولایتونو کې نیږدې ۸۵۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
23 جون جمعه 2023
د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یادې ټولنې نن د ذی الحجې پر ۴مه د فراه ولایت د مرکز اړوند د دهک پاین، دهک بالا، سور، ښوراو، شمال ګاه او مرواري کلیو ٧٥٠ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشله.
یاده ۴۶ نیم ټنه مرسته د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري چمتو شوې وه، چې په کې هرې کورنۍ ته ۴۰ کیلو اوړه، ۵ لیتره غوړي، ۵ کیلو وریژې، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره او ۲ کیلو خرما وویشل شول.
اړوند موضوعات
همدا راز د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښاراړوند ۸۸ اړمنو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوراکي توکو مرسته وشوه. په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي او ۴ کیلو بوره شامل وو.