د میدان وردګو ولایت چک ولسوالۍ کې د مڼې ګل کلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

0
207

د میدان وردګو ولایت چک ولسوالۍ کې د مڼې ګل کلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

په مشاعره کې د هیواد مشهورو شاعرانو په خپلو شعرونو کې د هیواد پالنې ترڅنګ د دغه ولایت د ځانګړې مشهورې میوې مڼو ستاینه وکړه.
د منې ګل مشاعرې بنسټ له نن ۲۱ کاله وړاندې په چک ولسوالۍ کې اېښودل شوی چې مخکې کلونه په مرکز میدانښار کې او تېر کال په جلریز او سږ کال په چک ولسوالۍ کې ترسره شوه.

 

(2023 / 6 / 23  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ په چک بند سیمه کې تېره شپه د مڼې ګل ۲۱ مه کلنۍ دودیزې مشاعره د هیواد په کچه د مشهورو شاعرانو او ګڼ شمېر مینوالو په شتون کې ترسره شوه.

د مڼې ګل دودیزې مشاعرې بنستګر سید مصطفی حماس رسنیو ته ویلي، چې دوی له نن ۲۱ کاله وړاندې د مڼې ګل مشاعرې بنسټ د چک ولسوالۍ اړوند د لنګر سیمې په دارالایتام کې کېښود چې هدف یې د ځوانو لیکوالو هڅونه او د پټو استعدادونو را برسېره کول وو.
حماس وویل:” خوښ یم، چې له دوه لسیزو وروسته یو ځل بیا په مشاعره کې د ګڼ شمېرو شاعرانو او مینوالو سره ګډون کوم.”
د ملي ټلویزیون مشر احمد الله وثیق د مشاعرې په پیل کې وویل، شاعران دې په خپلو شعرونو خلک هیوادپالنې او ملي یووالي ته را وبولي ترڅو په ولسونو کې د ورورګلوي فضا رامنځته کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال حیات الله مهاجر فراهي بیا په یاده سیمه کې د مڼې ګل دودیزې مشاعرې د جوړولو ستاینه وکړه.

په مشاعره کې د هیواد مشهورو شاعرانو په خپلو شعرونو کې د هیواد پالنې ترڅنګ د دغه ولایت د ځانګړې مشهورې میوې مڼو ستاینه وکړه.

اړوند موضوعات:

اطلاعات او کلتور وزارت: د پکتيا ولایت د سپينې شګې په تفريحي سيمه کې د ګلبڼ مشاعره ترسره شوه.

د منې ګل مشاعرې بنسټ له نن ۲۱ کاله وړاندې په چک ولسوالۍ کې اېښودل شوی چې مخکې کلونه په مرکز میدانښار کې او تېر کال په جلریز او سږ کال په چک ولسوالۍ کې ترسره شوه.

Leave a reply