اطلاعات او کلتور وزارت: د پکتيا ولایت د سپينې شګې په تفريحي سيمه کې د ګلبڼ مشاعره ترسره شوه.
اطلاعات او کلتور وزارت: د پکتيا ولایت د سپينې شګې په تفريحي سيمه کې د ګلبڼ مشاعره ترسره شوه.
24 اپریل دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعات او کلتور وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن د پکتيا ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د ځاځي آريوب ولسوالۍ سپينې شګې په سياحتي او تفريحي سيمه کې د ګلبڼ مشاعره ترسره شوه.
په پیل کې یې د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رئيس قاضي ثواب جان خبرې وکړې او ویې ویل، د اطلاعاتو او کلتور ریاست په نوښت د لومړي ځل لپاره ګلبڼ مشاعره د سپينې شګې په تفريحي سيمه کې ترسره شوه، چې د هېواد په کچه له مختلفو ولايتونو څخه نوموتو شاعرانو، فرهنګپالو او د شعر مينوالو پکې ګډون کړی وو.
ورپسې د هېواد له مختلفو ولايتونو څخه راغلو شاعرانو او د شعر مينوالو خپل ترتيب کړي شعرونه د مشاعرې ګډونوالو ته واورول او د شعر په ژبه يې د اسلامي نظام ټينګښت، سولې او ورورولۍ پيغامونه وړاندې کړل.
دغه شاعرانو او د شعر مينوالو د ښاغلي اسلام یار څخه مننه وکړه، چې د فرهنګپالو د يووالې او همغږۍ په موخه يې په دا ډول تفريحي سيمه کې مشاعره په لاره اچولې وه، دوی همدا راز غوښتنه وکړه چې په راتلوونکي کې هم بايد دا ډول پروګرامونه جوړ شي.
اړوند موضوعات
د اطلاعاتو وزارت فرهنګي معین: د پکتیا تاریخي بالاحصار ترمیم او رغول مو په لومړیتوبونو کې دي.
د مشاعرې په وروستۍ برخه کې ښاغلي اسلام يار راغلو شاعرانو، اديبانو او فرهنګپالو ځوانانو ته ډاډ ورکړ، چې د پکتيا لويه دوديزه د نښتر مشاعره به هم په راتلونکو مياشتو کې په همدې تفريحي او سياحتي سيمه کې ترسره شي.