د اطلاعاتو وزارت فرهنګي معین: د پکتیا تاریخي بالاحصار ترمیم او رغول مو په لومړیتوبونو کې دي.

د اطلاعاتو وزارت فرهنګي معین: د پکتیا تاریخي بالاحصار ترمیم او رغول مو په لومړیتوبونو کې دي.
14 مارچ سه شنبه 2023
یادې څرګندونې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي د پکتیا تاریخي بالاحصار څخه د لېدنې پر مهال وکړې، نوموړي وویل، چې راتلوونکي ۱۴۰۲ لمریز کال لپاره د پکتیا تاریخي کلا/بالاحصار د رغنیزو پروژو او رغولو او ترمیم په برخه کې مو له لومړیتوبونو څخه دی.
همد راز نوموړي وویل، چې د پکتیا تاریخي بالاحصار د وضعیت د ارزونې،څیړنو، د بالاحصار اړوند د غصب شوې ځمکې د خلاصون او رغنیزه برخه کې څه کولو په موخه سفر تر سره کړ.
عزیزي زیاته کړه، چې د تاریخي ابداتو د ساتنې په برخه کې ۰۱۲ په نوم یوې قطعې جوړولو تشکیلات مو بشپړ کړي دي، چې د یو کال په جریان کې مو سلګونه تنه په ځینو ولایتونو او سیمو کې د تاریخي ابداتو د ساتنې په موخه په دندو ګمارلي دي.
همدا راز د ۰۱۲ د تاریخي ابداتو د ساتنې قطعې د ظرفیت لوړونې او جذب په موخه کار روان دی چې ډیر ژر به نورو سیمو کې هم په دندو وګمارل شي.
اړوند موضوعات
د اطلاعاتو وزارت د ځوانانو چارو معين نوستان ولايت ته په رسمي سفر کې له ځوانانو سره لیدلي.
د یادونې وړ دی، چې د پکتیا اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د پکتیا تاریخي بالاحصار د رغولو او ترمیم په تړاو په وار وار وړاندیزونه شوي ول چې نن ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي د پکتیا تاریخي بالاحصار د وضعیت ارزونې په موخه سفر تر سره کړ.