امریکا: د سرپرست حکومت نړیوال مشروعیت په دې پورې اړه لري چې په افغانستان کې له ښځو سره څه ډول چلند کیږي

هغه زياته کړه، تر څو چې د هېواد نيمايي نفوس (ښځو) ته د نورو نيمايي وګړو په څېر حقوق ورکړل شي، د افغانستان اوسنی حکومت به نه يوازې د افغانستان د وروسته پاتې والي لامل شي، بلکې په نړيواله ټولنه کې به د هغوى د مشروعيت پر وړاندې ودرېږي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان سرپرست حکومت په وار وار اعلان کړی چې د ښځو په اړه د اسلامي شریعت مطابق عمل کوي.
(2023 / 6 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د سرپرست حکومت نړیوال مشروعیت په دې پورې اړه لري چې په افغانستان کې له ښځو سره څه ډول چلند کیږي. ویدانت پټیل؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې په یوه خبري غونډه کې وویل چې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د سرپرست حکومت مشروعیت په دې پورې اړه لري چې دوی په دغه هېواد کې له ښځو سره څه ډول چلند کوي.
هغه زياته کړه، تر څو چې د هېواد نيمايي نفوس (ښځو) ته د نورو نيمايي وګړو په څېر حقوق ورکړل شي، د افغانستان اوسنی حکومت به نه يوازې د افغانستان د وروسته پاتې والي لامل شي، بلکې په نړيواله ټولنه کې به د هغوى د مشروعيت پر وړاندې ودرېږي.
اړوند موضوعات:
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر: هېڅوک افغان مېرمنې له خپلو حقونو محرومولی نه شي