د ا.ا.ا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر: هېڅوک افغان مېرمنې له خپلو حقونو محرومولی نه شي

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنيو چارو مرستيال وزير شير محمد عباس ستانکزي په خپلو تازه څرګندونو کې يو ځل بيا په ټينګار سره ويلي چې هېڅوک نشي کولی افغان مېرمنې له خپلو حقونو محرومې کړي.

نوموړي زياته کړې چې، د ټولنې د یوې مهمې برخې په توګه دوی ښځې له پامه نه شي غورځولی او حق لري چې د سیاست او اقتصاد په ګډون د ژوند په هره برخه کې فعاله ونډه ولري.

ښاغلي ستانکزي دغه څرګندونې تېره ورځ په کابل کې یوې غونډې ته کړي دي. نوموړي د خبرو پر مهال ویلي ا.ا.ا د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دی او هېڅوک د تعلیم په ګډون د دوی هېڅ یو حق نشي ترې اخيستلی.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې له شپږمو ټولګيو پورته ښځوونځيو ته د افغان نجونو نه تګ اوس يوه جنجالي موضوع ګرځېدلې ده. د نړيوالې ټولنې په شمول، افغان سياسيون، مدني فعالين او د بشري حقونو فعالين ټول په يوه خوله د ا.ا.ا څخه غواړي چې دې موضوع ته د پای ټکی کېږدي.

په ورته وخت کې د طالبانو د مخکينۍ دورې لوړ پوړي چارواکي مولوي عبدالسلام ضعيف له يوې سيمه ييزې رسنۍ د مرکې پرمهال ويلي چې، له شپږمو ټولګيو پورته ښځوونځيو ته د افغان نجونو د تګ موضوع تر ډېره حل شوې او تمه ده چې ډېر ژر دغې ستونزې ته د پای ټکی کېښودل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载