د کندهار په سپین بولدک کې طالبانو د مهاجرینو د ملاتړ په موسسو کې د ښځو د کار مخنیوی کړی

0
229

په دغه لیک کې د سپین بولدیک د مهاجرت او راستنیدونکو چارو له ریاست څخه غوښتل شوي چې د ناروې د مهاجرینو شورا، د مهاجرت نړیوال سازمان، د ماشومانو د ساتنې صندوق (یونیسف)، د «DRC» انسټیټیوټ او «HRDA» انسټیټیوټ ته خبر ورکړي چې دفترونو کې ښځینه کارکوونکي ونه ګورماري.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د ناروې د کډوالو شورا منشي جان ایګلند، چې کابل ته په سفر تللی و، ویلي و، چې ط.الب چارواکو ورسره ژمنه کړې، چې ښځو ته به په مرستندویه ادارو کې د کار اجازه ورکوي.

(2023 / 6 / 22   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په کندهار کې د ا.ا. د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست د سپین بولدک د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست ته په استول شوي مکتوب کې ویلي: د دې ادارې ځینې شریکې ادارې د ښځو د کار د بندولو په اړه د ا.ا. د مشر د حکم خلاف، له خپلو ښځینه کارکوونکو کار اخلي.

په دغه لیک کې د سپین بولدیک د مهاجرت او راستنیدونکو چارو له ریاست څخه غوښتل شوي چې د ناروې د مهاجرینو شورا، د مهاجرت نړیوال سازمان، د ماشومانو د ساتنې صندوق (یونیسف)، د «DRC» انسټیټیوټ او «HRDA» انسټیټیوټ ته خبر ورکړي چې دفترونو کې ښځینه کارکوونکي ونه ګورماري.

اړوند موضوعات:

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو تیره ورځ په یوه غونډه کې د طالبانو له لورې د افغان ښځو په زده کړو او کار بندیز غندلی دی.

Leave a reply