د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو تیره ورځ په یوه غونډه کې د طالبانو له لورې د افغان ښځو په زده کړو او کار بندیز غندلی دی.

0
84

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو تیره ورځ په یوه غونډه کې د طالبانو له لورې د افغان ښځو په زده کړو او کار بندیز غندلی دی.

28 اپریل جمعه 2023

د ملگرو ملتونو امنیت شورا ټولو غړو د رایو په اتفاق سره پرون د افغان ښځو په کار او تعلیم د طالبانو بندیزونه غندلي او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي څو پر افغان ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه لېرې کړي.

 

‏امنیت شورا په یوه پریکړه لیک کې د ملگرو ملتونو په دفترونو کې د افغان ښځینه کارکوونکو د کار مخنیوی د ملگرو ملتونو په تاریخ کې بې ساری عمل بللی او په افغاني ټولنه کې یې د ښځو پر اړین رول ټینګار کړی.

 

‏په پرونۍ غونډې کې ملگرو ملتونو ته د متحده عربي اماراتو استازې وویل چې پدې پرېکړه لیک سره لا په ډاگه شوه چې نړیواله ټولنه به په افغانستان کې له جامعې د ښځو د ګوښه کولو پر وړاندې غلې پاتې نه شي.

اړوند موضوعات

انس حقاني: د ملګرو ملتونو امنیت شورا نباید د فشار ناکام سیاست ته دوام ورکړي، بلکې تفاهم غوره کړي.

 

‏د یادولو ده چې د امنیت شورا ریاست فعلاً د روسیې په غاړه دی او یاد پریکړه لیک د روسیې، چین او امریکا د رایو په اتفاق صادر شو حال دا چې دا هیوادونه د نړۍ په نورو مسایلو کې یو له بل سره شدید اختلاف لري.

Leave a reply