انس حقاني: د ملګرو ملتونو امنیت شورا نباید د فشار ناکام سیاست ته دوام ورکړي، بلکې تفاهم غوره کړي.
انس حقاني: د ملګرو ملتونو امنیت شورا نباید د فشار ناکام سیاست ته دوام ورکړي، بلکې تفاهم غوره کړي.
28 اپریل جمعه 2023
د افغانسنتان اسلامي امارت لوړپوړي او تماس کمیسیون غړي انس حقاني د ملگرو ملتونو امنیت شورا پر وروستۍ پریکړه لیک انتقاد کړی او دا یې د دوی ناکام سیاست بللی.
نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه ویلي دي «ملگري ملتونه نباید د فشار ناکام سیاست ته دوام ورکړي، غوره دا وه د داسې پرېکړه لیکونو پر ځای یې د سیاسي، مالي او بانکي تحریمونو رفع کول څېړلي وای چې د افغانانو جمعي مجازات دي.»
انس حقاني زياتوي :« د افغانستان اسلامي امارت د پرانېستې غېږې پالیسي د ستونزو د هوارۍ لار ده، نه فشار.»
اړوند موضوعات
یاده دې وي چې تیره ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې پر طالبانو د بندیزو په اړه بحث ترسره شوی.