کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د افغانستان د شیعه علماوو شورا د دارالانشاء له رئیس سره لیدلي.
کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د افغانستان د شیعه علماوو شورا د دارالانشاء له رئیس سره لیدلي.
21 جون چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني تیره ورځ د افغانستان د شیعه علماوو شورا د دارالانشاء له رئیس سید حسین عالمي بلخي سره په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.
په دې لیدنه کې ښاغلي بلخي د هېواد په یو شمېر سیمو کې د بېځایه شوو شیعه اتباعو او راستنېدونکو ستونزې مطرح کړې او د حل په برخه کې یې د مهاجرینو چارو وزارت څخه د همکاریو غوښتنه وکړه
د کډوالو چارو وزیر وویل، افغانستان د دې خاورې د ټولو اوسیدونکو ګډ کور دی او اسلامي امارت د ټولو افغانانو د ستونزو د هواري مسولیت پر غاړه لري.
اړوند موضوعات
کډوالو چارو وزارت د مهاجر یا مهاجرت نړيواله ورځ د یاد وزارت د غونډو په تالار کې ولمانځله.
حقاني د مهاجرینو او راستنېدونکو لپاره د مهاجرینو چارو وزارت د پروګرامونو د يادونې پر مهال خلکوته ته پروخت د ستونزو پر حل ټينګار وکړ او ډاډ يې ورکړ چې د مرستو د وېش او سروې چارې به په شفاف ډول تر سره شي او له هرډول فساده څخه به پاکې وي او په دې برخه کې به تر خپلې وسې هڅه کوو تر څو د ټولو راستنېدونکو او بېځايه شوو شته ستونزې حل او اړمنو او مستحقو کورنیو ته مرستې ورسېږي.