کډوالو چارو وزارت د مهاجر یا مهاجرت نړيواله ورځ د یاد وزارت د غونډو په تالار کې ولمانځله.

کډوالو چارو وزارت د مهاجر یا مهاجرت نړيواله ورځ د یاد وزارت د غونډو په تالار کې ولمانځله.
20 جون سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د جون (٢٠) د مهاجر نړيواله ورځ د یولړ مراسيمو په ترڅ کې د مهاجرينو چارو وزارت کې ونمانځل شوه.
په دې ناسته کې د اسلامي امارت یو شمېر چارواکو، د نړيوالو بنسټو او موسسو د استازو، د وزارت د چارواکو، کارکوونکو او ژورنالېستانو په ګډون تر سره شوه.
یادې غونډې ته د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني وویل، مهاجرو خپل کورونه او هېوادونه له مجبوریته پرېښي او نورو هېوادونو ته تللي او لازمه ده چې د ملګرو ملتونو د کنوانسیونونو له مخې له هغوی سره ښه او انساني چلند وشي.
اړوند موضوعات
تیره ورځ د مهاجر یا کډوال نړیواله ورځ د کډوالو چارو وزارت له لورې ولمانځل شوه.
هغه د کوربه هېوادونو او نړيوالو بنسټو څخه په مننې سره وويل، د اسلامي نظام په ټينګښت سره امنيت او فساد له منځه تللى دى، نو بايد هېوادونه او همکار بنسټونه له راستنېدونکو او بېځايه شوو سره خپلو مرستو او همکاريو ته په پوره ډاډ سره دوام ورکړي.






