تیره ورځ د مهاجر یا کډوال نړیواله ورځ د کډوالو چارو وزارت له لورې ولمانځل شوه.

0
223

تیره ورځ د مهاجر یا کډوال نړیواله ورځ د کډوالو چارو وزارت له لورې ولمانځل شوه.

19 دسمبر 2022

 

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لخوا د کډوالو نړیواله ورځ، د یکشنبې په ورځ (لیندۍ ۲۷) د یوې خبري ناستې پر مهال د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې ولمانځل شوه.

 

په دې غونډه کې د کډوالو او راستنېدونو چارو وزارت د رهبري پلاوي تر څنګ، د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال، د اسلامي امارت چارواکو، د IMO، UNHCR او کورنیو او بهرنیو همکارو موسسو استازیو هم ګډون کړی وو.

 

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست، خلیل الرحمن حقاني د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ، وویل: اسلامي امارت ټولو تعهداتو ته ژمن دی او هڅه کوي چې د کډوالو ستونزو ته په ښه ډول رسېدنه وکړي.

 

ښاغلي حقاني له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې کډوالو ته د ښوونې روزنې، سرپنا، روغتیا او پاکو اوبو ته د لاسرسي برخه کې له دغه وزارت سره مرسته وکړي.

همدا راز یادې غونډې ته مولوي عبدالسلام حنفي وینا وکړه وې ویل: د اسلامي امارت په واکمنېدو سره امنیتي ستونزې په کلي ډول حل شوي دي او زه په ټولو کډوالو غږ کوم چې خپل هېواد ته راستانه او په عزت سره ژوند وکړي.

ښاغلي حنفي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې خپل اخلاقي مسوولیت ادا کړي او هېواد ته د کډوالو د راستنولو او هغوي ته د تعلیمي، روغتیایي، استوګنې او کارموندې زمینې برابرولو برخه کې له اسلامي امارت سره مرسته او همکاري وکړي.

 

دغه راز د افغانستان لپاره د IOM او UNHCR مرستیالانو هم ویناوې وکړې وې ویل، مونږ کډوالو ته د اسانتیا برابرولو او د هغوی د ستونزو حلولو برخه کې خپلو همکاریو ته ژمن یو.

اړوند موضوعات

کډوالو وزارت مرستیال: د ا.ا تر راتګ وروسته څه باندې یو میلیون افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي.

یادې غونډې ته د رسنیو د مرکز د مسؤل مفتي انعام الله سمنګاني له لورې د رئیس الوزراء پیغام ولوستل شو او نورو چارواکو هم ویناوې وکړې.

حماد

Leave a reply