کډوالو وزارت مرستیال: د ا.ا تر راتګ وروسته څه باندې یو میلیون افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي.

کډوالو وزارت مرستیال: د ا.ا تر راتګ وروسته څه باندې یو میلیون افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي.
18 دسمبر 2022
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال د کډوالو « نړیوالې ورځې» د نمانځنې په غونډه کې وویل: واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته څه باندې یو میلیون افغان کډوال بېرته خپل هېواد ستانه شوي او تر ۷ میلیونو ډېر افغان کډوال په ګاونډیو او د نړۍ په نورو هېوادونو کې دېره دي.
نوموړي وویل: شاوخوا ۳ میلیونه نور کډوال د هېواد په دننه کې د کډوالۍ شپې ورځې تېروي، چې اوسمهال په ټول هېواد کې امنیت راغلی او بې ځایه شوي کولای شي بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستانه شي.
اړوند موضوعات
ملګري ملتونه: په تېرو ۹ میاشتو کې شاوخوا ۷۲۸ زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي.
نوموړي زیاته کړه، د کډوالو چارو وزارت په ټول توان هڅه کوي چې هېواد ته په خپله خوښه د کډوالو راستنېدو لړۍ چټکه او د هغوی ټولو ستونزو ته په ښه ډول رسېدنه وکړي.
حماد






