ملګري ملتونه: په تېرو ۹ میاشتو کې شاوخوا ۷۲۸ زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي.

0
95

ملګري ملتونه: په تېرو ۹ میاشتو کې شاوخوا ۷۲۸ زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي.

 

15 دسمبر 2022

 

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق تازه ویلي چې په تېرو ۹ میاشتو کې شاوخوا ۷۲۸ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

 

 

سرچینه کاږي چې په دې موده کې ۶۶۱ زره کډوال له ایران او څه باندې ۶۶زره کډوال له پاکستان څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

 

افغانستان ته د طالبانو له راتګ څو میاشتې وروسته د کډوالو چارو وزارت له لورې زرګونه کورنۍ هیواد ته راستنې شوي.

 

په دغه موده کې د ایران هیواد څخه زرګونه خلګ خپل هیواد ته راستانه شوي، چې زیات شمیر یې جبري او ځینې یې بیا پخپله خوښه هیواد ته راستانه شوي.

 

 

د کډوالو چارو وزارت په همغږۍ د یادو راستانوو شوو خلکو سره د بیلابیلو مؤسسو له لارې نغدي او نورې مرستې ترسره شوي.

حماد

Leave a reply