د افغانستان د حج او اوقافو سرپرست وزیر جدې ښار کې د حج په ستر کنفرانس کې ګډون ترسره کړی.

د افغانستان د حج او اوقافو سرپرست وزیر جدې ښار کې د حج په ستر کنفرانس کې ګډون ترسره کړی.
21 جون چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د حج او اوقافو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت وزیر شیخ نورمحمد ثاقب د حج په ستر کنفرانس کې چې د سعودي عربستان په جدې ښار کې جوړ شوی وو ګډون وکړ.
همدا راز د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد هم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په یاد کنفرانس کې د اسلامي هیوادونو د حج او اوقافو وزیرانو او یو شمیر مخورو علماء کرامو ګډون کړی وو.
د دغه کنفرانس موخه د اسلامي هېوادونو د حج او اوقافو وزيرانو او د اسلامي نړۍ د علمي شخصيتونو ترمنځ د نظرونو شریک کول او د اسلامي نړۍ په یو شمیرمهمو موضوعاتو بحث دی.
اړوند موضوعات
کنفرانس به څلور برخې ولري چې په هره برخه کې به يې په جلا جلا موضوعاتو خبرې کیږي.






