د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر حجاجو ته د روغتیایي خدماتو په اړه د حج او اوقافو له وزیر سره کتلي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر حجاجو ته د روغتیایي خدماتو په اړه د حج او اوقافو له وزیر سره کتلي.
24 مئي چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزير ډاکټر قلندر عباد د ارشاد ، حج اوقافو وزارت له وزير شيخ نورمحمد ثاقب سره د حجاج کرامو لپاره د روغتيايي خدماتو وړاندې کولو په اړه نن ورځ ليدنه تر سره کړی.
په ياده ليدنه کې د عامې روغتيا وزير د حج اوقافو وزير ته د روغتيايي خدماتو مربوط پروسه تشريح او پوره ډاډ يې ورکړ چې روغتيايي پرسونل به د حاجيانو په پوره اخلاص او مسلکيتوب سره خدمت تر سره کوي، د دې تر څنګ حاجيانو ته د درملو او نورو لوازمو په اړه هم خبرې اترې تر سره شوې.
اړوند موضوعات
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر د جمهوریت روغتون د چارو څخه له نیږدې لیدنه کړی.
یاده دې وي چې سږ کال د افغانستان څخه ۳۰ زره حاجیان د حج فریضې د اداء کولو لپاره ځي، چې لومړۍ جوپه یې تیره ورځ روانه شوه.