د فیلیپین مرستیال ولسمشرې خپل هېواد ته د پنځوس زره افغان کډوالو له استولو سره مخالفت وکړ

0
158

د فیلیپین مرستیال ولسمشرې خپل هېواد ته د پنځوس زره افغان کډوالو له استولو سره مخالفت وکړ

د فیلیپین د اوسني ولسمشر خور ایمي مارکوس او د دغه هیواد پخواني ولسمشر رودریګو دوترته د فیلیپین له ولسمشر فردینند مارکوس څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د موقتي استوګنې په اړه له سره غور وکړي.

یو شمېر فیلیپیني چارواکي په دغه هېواد کې د دغو پناه غوښتونکو د پاتې کېدو او له هغوی سره د تبعیض له امله اندېښمن دي.

 

(2023 / 6 / 21  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د فیلیپین د ولسمشر مرستیالې سارا دوترته د امنیتي دلایلو له مخې متحده ایالاتو ته د ۵۰ زره افغان مهاجرو د ځانګړي مهاجرت د ویزو له استولو سره مخالفت وکړ.

هغه د دې احتمال په اړه اندیښنه څرګنده کړې چې “د طالبانو ملاتړي ترهګر” په فیلیپین کې پر دغو کډوالو برید کوي.

د فیلیپیني رسنیو د راپور له مخې په فلیپین کې د افغان کډوالو د موقتي اوسېدو لپاره د امریکا له غوښتنې سره د یو شمېر سیاستوالو مخالفت شوی دی.

د فیلیپین د اوسني ولسمشر خور ایمي مارکوس او د دغه هیواد پخواني ولسمشر رودریګو دوترته د فیلیپین له ولسمشر فردینند مارکوس څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د موقتي استوګنې په اړه له سره غور وکړي.

اړوند موضوعات:

په امریکا کې بندې ډاکټرې عافیه صدیقي د دویم ځل لپاره له خپلې خور فوزیې صدیقي سره لیدلي دي.

یو شمېر فیلیپیني چارواکي په دغه هېواد کې د دغو پناه غوښتونکو د پاتې کېدو او له هغوی سره د تبعیض له امله اندېښمن دي.

Leave a reply