په امریکا کې بندې ډاکټرې عافیه صدیقي د دویم ځل لپاره له خپلې خور فوزیې صدیقي سره لیدلي دي.

0
183

باغی ټی وی رپورټ

په غونډه کې موجود د جماعت اسلامي سنيټر مشتاق احمد وايي چې له عافيه صديقي سره يې درې ساعته اوږده ناسته درلوده، عافيه صديقي سپين سکارف او خاکي جامې اغوستې وې.

د سينيټر مشتاق احمد په وينا، د عافيې سره خبرې په بشپړه توګه ريکارډ کېدې، د عافيه صديقي روغتيا کمزورې وه او له سترګو يې اوښکې روانې وې، د عافيه صديقي د مخ څلور غاښونه مات شول.

هغه وویل چې عافیه صدیقي په مکرر ډول ویل چې ما له دې جهنم څخه وباسه، د غونډې په پای کې عافیه په زنځیرونو وتړل شوه.

سناتور مشتاق احمد زياتوي چې د ډاکټر عافيې د خلاصون کلي په اسلام اباد کې ده نه په واشنګټن کې.

Leave a reply