میدان وردګو کې د ۱۴۲ پروژو چارې پیل شوې
میدان وردګو کې د ۱۴۲ پروژو چارې پیل شوې
د یادو پروژو د پیل مراسمو کې د دغه ولایت والي وویل، چې دغه پروژې د نړیوال بانګ په مالي ملاتړ په مرکز میدان ښار، جلرېز، اوله حصه بهسودو ولسوالۍ کې پلې کېږي، چې په کې به سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، چې نږدې راتلونکې کې به دې ته د ورته نورو پروژو چارې هم پیل شي. په دغو پروژو کې د کانالونو پاکول، بې وزله کورنیو سره د نغدو پیسو مرستې او پر سړکونو جغل اچولو چارې شاملې دي، چې چارې به یې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
(2023 / 6 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د میدان وردګو ولایت په مرکز او دوو ولسوالیو کې د څه باندي ۱۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۴۲ پروژې چارې پیل شوې.
د یادو پروژو د پیل مراسمو کې د دغه ولایت والي وویل، چې دغه پروژې د نړیوال بانګ په مالي ملاتړ په مرکز میدان ښار، جلرېز، اوله حصه بهسودو ولسوالۍ کې پلې کېږي، چې په کې به سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، چې نږدې راتلونکې کې به دې ته د ورته نورو پروژو چارې هم پیل شي.
اړوند موضوعات:
کلیو پراختیا وزارت ننګرهار ولایت کې د اوبو رسولو لسګونه پروژې ترمیم او ګټې اخیستنې ته سپارلي.
په دغو پروژو کې د کانالونو پاکول، بې وزله کورنیو سره د نغدو پیسو مرستې او پر سړکونو جغل اچولو چارې شاملې دي، چې چارې به یې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې شي.