د افغانستان د طبي شورا مشر او مل پلاوي د اطلاعات او کلتور وزارت نشراتي معین سره کتلي.

د افغانستان د طبي شورا مشر او مل پلاوي د اطلاعات او کلتور وزارت نشراتي معین سره کتلي.
20 جون سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان طبي شورا مشر ډاکټر ګل محمد عثمان او مل پلاوي د اسلامي امارت د اطلاعات او کلتور وزارت له نشراتي معین مولوي مهاجر فراهي سره وکتل.
خبر زیاتوي چې د طبي شورا مشر ډاکټر ګل محمد عثمان، د طبي شورا په موخو، کړنو او ارزښت په اړه خبرې وکړې او د هیواد په کچه يې د طبي کمیسیون په جوړولو ټینګار وکړ.
اړوند موضوعات
د اطلاعات کلتور وزارت نشراتي معین مهاجر فراهي، د افغانستان د طبي شورا کړنې وستايلې او د خپل اړوند هر ډول همکارۍ ډاډ يې ورکړ.





