اسلامي امارت د افغانستان د امنیت په تړاو د سیګار وروستی راپور په کلکه رد کړی او دا یې پروپاګند بللی دی.

اسلامي امارت د افغانستان د امنیت په تړاو د سیګار وروستی راپور په کلکه رد کړی او دا یې پروپاګند بللی دی.

20 جون سه شنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي ویاند له دفتره په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اسلامي امارت د افغانستان په اړه د سيګار وروستی خپور کړی راپور په کلکه ردوي، چې ګواکې اسلامي امارت له سخت امنيتي مشکل سره مخ دی او ګواکې په افغانستان کې بهرنۍ وسله والې ډلې او کورني ګواښونه زيات شوي او ځينو هيوادونو ته خطر متوجه دی.

 

د افغانستان داسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد پرون د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې سيګار د اشغال له پای ته رسېدو وروسته د افغانستان اسلامي امارت پسې د پروپاګند کولو دنده په غاړه اخيستې ده.

 

مجاهد زياته کړې، چې امارت په وضعيت باندې بشپړ کنټرول لري او اجازه به ورنه کړي، چې هېڅ کومه ډله يا جهت افغانستان نا امنه کړي او يا د افغانستان خاوره د بل چا په ضد وکاروي.

 

نوموړي همدارنګه ويلي، چې هېڅ بهرنۍ وسلواله ډله په افغانستان کې فعاله نه ده او د داعش په نامه استخباراتي پروژه هم سخته ځپل شوې او د نابودۍ پر سرحد ولاړه ده.

اړوند موضوعات

اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستی راپور له حقیقت لرې او بې بنسټه بللی دی.

 

د اسلامي امارت د وياند له لوري په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې امريکا په دې ډول غواړي له افغانانو څخه د ماتې غچ واخلي. نوموړي له امريکا څخه په کلکه غوښتنه کړې، چې له افغانانو سره کينه پای ته ورسوي او اسلامي امارت ته د خنډونو جوړولو پر ځای پر ښو او رغنده متقابلو اړيکو غور وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载