اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستی راپور له حقیقت لرې او بې بنسټه بللی دی.
اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستی راپور له حقیقت لرې او بې بنسټه بللی دی.
12 جون دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو امنيت شورا د تعزيراتو کمېټې د تحليل او څارنې ټيم ۱۴م راپور، چې د افغانستان د وضعيت، د افغانستان اسلامي امارت د غړو او پر نړيوالې سولې او امنيت يې د اغېزو په اړه راپور نشر کړی و، اسلامي امارت له حقیقت لرې بللی دی.
اسلامي امارت د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د تعزيراتو دوام او دا ډول راپورونه يې له تعصبه ډک او د خپلواکۍ او عدم مداخلې اصولو سره په ټکر کې بللي او غوښتنه کوي، چې بايد د پاي ټکي ورته کېښودل شي.
همدا راز اسلامي امارت د دوی دا خبرې چې د افغان حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافات موجود دي، افغانستان د ترهگرو پر امن ځای بدل شوی، د مخدره توکو قاچاق د اسلامي امارت د چارواکو له لوري کېږي، د صلاحيتونو انحصار او په حکومت کي د ټولو قومونو نشتون او نور …. بې بنياده او د افغانستان له خپلواک ولس او نظام سره ښکاره دښمني او د تېرو شلو کلونو بې اساسه تبليغات بې ګټې او مغرضانه تکرار بولي.
همدا راز اسلامي امارت ویلي چې د دوی ځمکه به د نورو او ګاونډویانو پر وړاندې نه استعمالیږي او د سیمې ګاونډیو هیوادونو سربیره د ټولې نړۍ سره مثبتې اړیکې غواړي.
اړوند موضوعات
اسلامي امارت: پاکستان حکومت دې په بیلابیلو نومونو د افغانانو د نیولو لړۍ ودروي.
د يادولو ده، چې د اسلامي امارت شاوخوا ۲ کلونو واکمنۍ زموږ دغه ادعا ثابته کړې ده، چې په پايله کې يې د ګاونډيو او سيمې له مهمو هيوادونو سره د افغان حکومت اړيکې ورځ تر بلې پراخيږي او د مشترکو ګټو پر بنسټ يې ښه پرمختګ کړی دی.