اسلامي امارت: پاکستان حکومت دې په بیلابیلو نومونو د افغانانو د نیولو لړۍ ودروي.
اسلامي امارت: پاکستان حکومت دې په بیلابیلو نومونو د افغانانو د نیولو لړۍ ودروي.
8 جون پنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې ویډیو کې د پاکستان له حکومت څخه غوښتل شوي، چې په بېلابېلو نومونو د افغانانو د نیولو لړۍ ودروي.
د بهرنیو چارو وزرات مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل په یوه خبري ویډیو کې زیاته کړي، په وروستیو کې یو ځل بیا د پاکستان په بیلا بیلو برخو کې د افغانانو نیول پیل شوې، موږ د یاد هېواد په حکومت غږ کوو، چې افغانانو ته ستونزې جوړې نه کړي، او ژر تر ژره دا لړۍ ودروي.
د بهرنیو چارو وزارت همدا راز په بهر کې خپلو سفارتوتو او دیپلوماتانو ته خبر ورکړی، تر څو د افغانانو ستونزو ته رسیدګي وکړي.
حماد