د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل د فاریاب او بغلان د يو شمېر مدرسو له مسوولینو سره لیدلي.

0
208

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل د فاریاب او بغلان د يو شمېر مدرسو له مسوولینو سره لیدلي.

 

18 جون یکشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د بغلان او فاریاب ولایتونو د يو شمېر دیني مدرسو له مسوولینو سره په جلاجلا ډول په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.

 

په پيل کې د فاریاب د جهادي مدرسې مدرس شیخ عبدالله جلال په خپلو خبرو وویل، دا مهال په یاد ولایت کې ګڼ شمېر ځوانان د عصري علومو تر څنګ دیني زدکړې هم کوي.

 

نوموړي غوښتنه وکړه، چې د فاریاب د جهادي مدرسې تشکیل او سهولتونه دې ور زیات شي، ترڅو لا نورو ډېرو خلکو ته په کې د جذب او زدکړو زمینه برابره شي.

 

 

همدارنګه د بغلان د علماوو شورا غړي او د مدرسې مسوول مولوي عبدالغني او مل کسانو وویل، د دیني زدکړو په برخه کې د حکومت ملاتړ ته اړتیا لري، څو ډېرو کسانو ته د زدکړو زمینه برابره شي.

 

د مولوي عبدالغني په وینا، مدرسې د حکومت او ملت په نږدې کولو کې تر ټولو ښه ونډه لري او دوی په دې
برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.

 

نوموړي د علماوو لخوا د ټولنیزو همکاریو او د دیني مدرسو د پياوړتیا په برخه کې یو لړ وړاندېزونه هم د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال او کفيل سره شریک کړل.

 

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د دیني مدرسو مسوولین، په خپلو سیمو او کار ځای کې د اسلامي امارت استازي وبلل او زیاته يې کړه، په ټول افغانستان کې به عصري او دیني زدکړو ته یوشان پام وشي، څو دیني او عصري علوم په موازي او مساوي ډول پرمختګ وکړي.

 

 

مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، علماء دې ولسونو ته د اسلامي امارت د پالیسۍ او موخو په هکله معلومات ورکړي او خلک دې له اسلامي نظام څخه ملاتړ ته وهڅوي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د قطر د الغرافه خیریه بنسټ له مسؤلینو سره لیدلي.

 

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل د خپلو خبرو په پای کې وويل، حکومتي ادارې د ټولو ښوونیزو او دیني مرکزونو پر مخ پرانیستې دي او د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت به د مدرسو او علماوو وړاندېزونو ته توجه وکړي.

Leave a reply