د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د قطر د الغرافه خیریه بنسټ له مسؤلینو سره لیدلي.

0
203

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د قطر د الغرافه خیریه بنسټ له مسؤلینو سره لیدلي.

16 جون جمعه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د قطر د الغرافه خیریه بنسټ له اجرایوي رئيس او مرستیال عبدالله جلال جلال او د دې بنسټ له مالي مسؤول احمد محمد صلاح الدین فتح الله الکوراني سره ولیدل.

 

د الغرافه بنسټ اجرایوي رئيس او مرستیال عبدالله جلال جلال وویل، له یوې لسیزې ډېره موده کېږي چې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د پراختیايي او بشري مرستو په برخه کې کار کوي.

 

هغه زیاته کړه، دا مهال په هرات، نیمروز، فراه، کندهار او بلخ ولایتونو کې د کرنې، جوماتونو جوړولو او د خوراکي توکو د وېش پروژې جریان لري او په نږدې راتلونکې کې به په کابل کې د الغرافه بنسټ له لوري پیل شوی ښارګوټی هم پرانیستل شي.

 

د الغرافه بنسټ استازو وویل، ډېرې قطري خېریه ټولنې د افغانانو همکارۍ او لاسنیوي ته چمتو دي او همدا راز به الغرافه بنسټ خپل فعالیتونه د افغانستان نورو سیمو ته هم وغزوي.

 

مولوي عبدالکبیر، په افغانستان کې د الغرافه بنسټ د چارو مننه وکړه او ویې ویل، افغانان د بشري مرستو ترڅنګ، لومړنیو اساسي خدماتو ته د لاسرسي لپاره د بنسټونو رغاولو ته اړتیا لري.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست سره د اوبو مهارولو او بریښنا بندونو په اړه خبرې کړي.

 

 

مولوي عبدالکبیر وویل، په افغانستان کې د امنیت له ټېنګښت سره هرې سیمې ته د مرستو رسولو او پکې د بنسټونو رغاولو زمینه برابره شوې ده. نوموړي د قطرپه ګډون ټولو هېوادونو اومرستندویه ټولنو ته بلنه ورکړه، چې د افغانستان په رغاولو او له افغانانو سره په مرستو کې ونډه واخلي.

Leave a reply