د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست سره د اوبو مهارولو او بریښنا بندونو په اړه خبرې کړي.

0
111

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست سره د اوبو مهارولو او بریښنا بندونو په اړه خبرې کړي.

 

14 چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تیره ورځ د اوبو او انرژۍ له وزیر مولوي عبداللطيف منصور سره ولیدل.

 

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست منصور د یاد وزارت د کارونو، وروستیو لاسته راوړنو او راتلونکو پروګرامونو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل ته هراړخيزه معلومات ورکړل.

 

نوموړي وویل، تېر کال سېلابونو په ځینو سیمو کې هېوادوال زیانمن کړي دي، سږکال زیانمنیدونکې سیمې تشخیص او پېښو ته د رسېدو پلان يې جوړ شوی دی.

 

مولوي عبداللطيف منصور زیاته کړه: سږ کال اوبه تر ډېره مهار شوي او د دې وزارت مسلکي غړي هڅه کوي چې د مهارولو لپاره یې په ملي کچه برنامه جوړه او وچکالۍ ځپلو سیمو ته اوبه ورسوي او تر څنګ يې د برېښنا د تولید ظرفیت هم لوړ کړي.
نوموړي وویل، د اوبو د مهارولو په برخه کې ټولو شویو تړونونو ته ژمن دي او حقوقي موضوعات یې په نظر کې نیولي دي.

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل، افغانستان د وچکالۍ سختې څپې ځپلی دی، کروندګر له ستونزو سره مخ دي، په اکثرو ښارونو او سیمو کې د اوبو کچه ښکته تللې چې له‌ امله يې خلک د څښاک اوبو له ستونزو سره مخ دي.

 

مولوي عبدالکبیر وویل، اړتیا ده چې د کابل او نورو ښارونو او سیمو لپاره د پاکو اوبو د برابرولو او وچکالۍ سره د مبارزې لپاره په اوږدمهالي او لنډمهالي پلان کار وشي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د اروزګان له والي سره د یاد ولایت امنیتي، اقتصادي او رغنیز وضعیت په اړه خبرې اترې کړي.

 

هغه همداراز د چارو د لا زيات بهبود او ښه والي په‌ خاطر د اوبو او برېښنا وزیر ته لازمې سپارښتنې وکړې.

Leave a reply