د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د اروزګان له والي سره د یاد ولایت امنیتي، اقتصادي او رغنیز وضعیت په اړه خبرې اترې کړي.

0
62

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د اروزګان له والي سره د یاد ولایت امنیتي، اقتصادي او رغنیز وضعیت په اړه خبرې اترې کړي.

14 جون چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تیره ورځ د اروزګان له والي مولوي محمد علي جان احمد سره وکتل.

 

په دې لیدنه کې ښاغلي احمد د
اروزګان ولایت د وضعیت په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، په یاد ولایت کې د حکومتي ادارو چارې په منظم ډول پر مخ روانې دي.

 

ښاغلي احمد زیاته کړه، د جهاد پر مهال په اروزګان کې مېشتو ولسونو خورا ډېرې قربانۍ ورکړي او زحمات یې ګاللي دي، چې اوس د شهیدانو او معلولینو د ثبت پروسه روانه ده، څو ورسره مرستې وشي. هغه وویل، تېر کال د اروزګان-کندهار لاره ورغاول شوه، خو لاهم لرې پرتو سیمو ته غزېدلي سړکونه مناسب حالت نه لري چې خلک یې د رغاولو غوښتنه کوي.

 

مولوي محمد علي جان احمد د اروزګان د روغتیایي کلینیکونو او لارو رغاولو په برخه کې د ریاست الوزراء کفیل ته وړاندیزونه وکړل.

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دې لیدنه کې وویل، اسلامي امارت په ټول هېواد کې د شهیدانو کورنیو او د معلولینو لاسنیوي ته د ځانګړې برنامې له لارې پام کوي، چې د اروزګان ولایت ته به په کې ځانګړې پاملرنه وشي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان بانک له عمومي رئیس سره د یاد بانک پر فعالیتونو خبرې اترې کړي.

 

مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، په لرې پرتو سیمو کې لومړنیو خدماتو ته لاسرسی د خلکو حق دی او ټولې اړونده ادارې به محرومو سیمو ته توجه وکړي. نوموړي په اروزګان ولایت کې د سیمه ییزو ادارو د چارو د سمون په موخه ښاغلي والي ته لازمې لارښوونې وکړې

Leave a reply