د کورنیو چارو وزارت تامیناتي چارو لپاره مولوي عبدالله مختار د نوي مرستیال په حیث معرفي شو.

0
93

د کورنیو چارو وزارت تامیناتي چارو لپاره مولوي عبدالله مختار د نوي مرستیال په حیث معرفي شو.

17 جون شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت تامیناتي چارو لپاره نوی معین مولوي عبدالله مختار د یاد وزارت د سرپرست او نورو مسؤلینو له لورې معرفي او په کار یې پیل وکړ.

 

هغه غونډه چې په همدې موخه د کورنیو چارو وزارت په اډانه کې جوړه شوې وه د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په ګډون د یاد وزارت مرستیالانو، رییسانو او نورو مشرانو ګډون درلود.

 

لومړی د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني خبرې وکړې وویل: نوې مقرری په ادارو کې د بې کفایتی اصل نه بلکې د چارو د ښه والي او ودې اصل ګڼل کیږي.

اړوند موضوعات

د کورنیو چارو وزارت د مقام ستر سلاکار د غالب پوهنتون له مشر سره لیدلي.

ورپسې د کورنیو چارو وزارت نوی ټاکل شوي تامیناتي مرستیال الحاج مولوي عبدالله مختار هم غونډې ته وینا وکړه، ده په خپلو خبرو کې، د مشرتابه له باور مننه وکړه او له ټولو مسوولینو یې وغوښتل چې د چارو په لا ښه والي کې له ده سره مرسته وکړي.

Leave a reply